ټي ایم اې په لنډیکوتل کې د صفایی چارې په ښه توګه ترسره کوي: ځایی اولس

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل لنډیکوتل کې ځایی خلقو او د فلاحي تنظیمونو مشرانو د ټي ایم اې(تحصیل مونسپل اتهارټي) لنډیکوتل دفتراو په دې دفتر کې د کارکوونکو کسانو ستاینه کړې چې په لنډيکوتل بازار او نزدې کلیو کې د کثافتونو صفا کولو لپاره ښه ګامونه پورته کوي.
د خيبرپښتونخوا صوبائي حکومت، د ضلع خیبر ډپټي کمشنر او د اسسټنټ کمشنر اکبر افتخار په لارښوونه تحصيل ميونسپل افسر شهباز خان د د ټي ايم اے لنډي کوتل اهلکارو ته امر وکړو چې د خوګا خيلو په عاشق خيل سیمه کې د جمع شوي ګند صفا کولو او لرې کولو لپاره ګام واخستل شي.
د ټي ایم اې اهلکار په دې سیمه کې غورځول شوي کثافتونه په مکمله توګه پاک کړل د کومې وجهې چې په دې سیمه په ډیره بدبوي وه او په خلقو کې د مرضونو د خپریدو ډار پیدا شوې وو.
د ځایی خلقو مطابق ټي ایم اې په لنډیکوتل بازار کې هم د صفایی چارې په ښه توګه مخې ته بیایی خو بیا په دې بازار کې داسې دوکانداران او میوې او سبزي خرڅوونکي شته چې د ټي ایم اې د صفایی کولو څخه پس بیا ګند په لارو او سرکونو باندې غورځوي چې له وجهې ی په بازارونو کې بدبوي او په خلقو کې مرضونه خپریږي.
ځایی اولس او دوکاندارانو د ټي ایم اې دفتر څخه مننه کړې چې د صفایی چارې په ښه توګه ترسره کوي او د مقامي انتظامیه څخه ی غوښتنه کړې چې د هغه دوکاندارانو په ضد دې ګامونه پورته کړي چې په لارو او سرکونه باندې ګند غورځوي .


د ټي ایم اې اهلکارو د عاشق خیلو په سیمه کې د صفایی چارې بشپړ کړي دي.






