د روس او هند اړیکې ، امریکا هند ته خبردارۍ ورکړې

باغی ټي وي رپورټ
امریکا هند ته د روس سره په اړیکو ټینګولو خبرداری ورکړی دې.
د سپینې ماڼۍ د ملي اقتصادي شورا رییس براین ډیز په یوه بیان کې ویلي، چې امریکا هند ته خبرداری ورکړی، چې له روسیې سره ځان اړوي.
براین ډیز وویل چې له مسکو سره د روښانه ستراتیژیک تړون پایلې به د پام وړ او اوږدمهاله وي.هغه دا هم وویل چې امریکایي چارواکي د اوکراین د برید په اړه د هند له غبرګون څخه مایوسه شوي دي.
هندي رسنۍ وايي، چې تېره اوونۍ د امریکا د ملي امنیت سلاکار هم هند ته خبرداری ورکړی وو.له بلې خوا هند د امریکا له خبرداریو سره سره د روسیې د تیلو واردولو ته هم دوام ورکړی دی.






