یو ډکټیټر ویلي وو چې اساسي آیین خو د ۱۰،۱۲ صفحو یو کتاب دې چې زه هروخت شلولې هم شم، ایډوکیټ جنرل پنجاب

0
44

باغي ټي وي رپورټ
د وزيراعظم عمران خان په ضد د عدم اعتماد تحريک ردولو په اړه د ازخود نوټس اورېدنې په مهال چيف جسټس آف پاکستان ويلي دي چې د پنجاب اسمبلۍ مسله به د لاهور هائي کورټ پورته کوي، مونږ يوازې د ملي شورا په اړه مقدمه او موضوع باندې کار کوو.

د پاکستان د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کې پنځه کسيزه بنچ د کېس اورېدنه کوي.
د اپوزيشن ګوندونو او بار کونسلونو د وکيلانو دلائل مکمل شوي، د پي ټي آئي د وکيل بابر اعوان دلائل هم مکمل شوي دي۔

د اورېدنې په پېل كښې اېډوكيټ جنرل پنجاب احمد اوېس عدالت ته ووئيل چې تيره شپه په پنجاب كښې ډېره د اندېښنې وړ صورتحال رامخې ته شوې، تيره شپه په يو شخصي هوټل كښې حمزه شهباز ته وزيراعلي جوړ کړې شو.
د پنجاب ایډوکیټ جنرل وویل یو آمر ویلي وو چې آئین د ۱۰، ۱۲ صفحو کتاب دی چې زه یې هر وخت شلولې شم، په دې اړه جسټس عمر عطا بندیال ریمارکس ورکړل او وې ویل چې د پنجاب په ستونزو کې باید ښکیل نه شو.

Leave a reply