بریټانیا د ویزو برخه کې اوکرایني کډوالو ته لۀ افغانانو اولیت ورکړی

0
510

بریټانیا د ویزو برخه کې اوکرایني کډوالو ته لۀ افغانانو اولیت ورکړی

د مالوماتو له مخې، د برېټانیې حکومت د اوکراین د جګړې له پیل راهیسې ۲۹۱۰۰ اوکرایني وګړو ته ویزې ورکړي دي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د برېټانیا لومړی وزیر بورېس جانس په دې تورن شوی و، چې له افغانستان څخه یې د خپلو محلي همکارانو پر ځای سپیان انتقال کړي وو.

(2022 / 4 / 7 / نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د راپورونو له مخې، د برېټانیا حکومت د ویزو برخه کې د افغانانو پر ځای اوکراینيانو ته لومړیتوب ورکړی دی.

د بي‌بي‌سي د موندنو له مخې، د برېټانیې حکومت دې چارې هغو افغان کډوالو ته هم د ویزې چارې ځنډنۍ کړي، چې افغانستان کې یې د طالبانو بیا واکمنېدو سره ژوند له خطر سره مخامخ دی.

د راپور په حواله، که څه هم برېټانیا د تېر ۲۰۲۱ کال اګسټ میاشتې وروسته په زرګونه افغانان له دې هېواد ایستلي، خو د مرستندویه بنسټونو د مالوماتو له مخې، لا هم لسګونه زره داسې کسان شته چې له بهرنیو بنسټونو سره د کار له امله له خطر سره مخامخ دي او لا هم افغانستان کې پاتې دي.

راپور وايي، له هغه وخت راهیسې چې روسیې پر اوکراین برید وکړ، برېټانیا خپل ډېر پا اوکراین ته واړوه چې په پایله کې د افغانانو د ویزو بهیر لا ځنډنی شو.

د بي‌بي‌سي موندنې ښيي، چې د برېټانیا د کورنیو چارو وزارت اوکرایني وګړو ته د ویزې ورکړه لومړیتوب ګڼلی او په دې سره د نورو هېوادونو د وګړو د ویزې بهیر کې ځنډ راغلی.

Leave a reply