د طالبانو حکومت د ایران په یوه عبادت ځای کې پر درېیو روخانیونو برید غندلی دی
د طالبانو حکومت د ایران په یوه عبادت ځای کې پر درېیو روخانیونو برید غندلی دی
خو په ورته مهال د ایران تسنیم خبري اژانس بیا د دې پېښې بریدکوونکی ازبک ټبره عبدالطیف مرادي یاد کړی دی.
د راپور په حواله، مرادي یو کال وړاندې په ناقانونه توګه د پاکستان له خاورې ایران ته اوښتی دی.
(2022 / 4 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، چې پر ایراني ملایانو برید په افغانستان او یا هم افغانانو پورې هېڅ تړاو نهلري.
د سه شنبې په ورځ په ایران کې د شیعه ګانو د اتم امام په زیارت کې یو روحاني ووژل شو او دوه نور یې ټپیان شول.
د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالینباف په غیر مستقیم ډول د دې برید پړه پر افغانانو ور اچولی.
خو په ورته مهال د ایران تسنیم خبري اژانس بیا د دې پېښې بریدکوونکی ازبک ټبره عبدالطیف مرادي یاد کړی دی.
د راپور په حواله، مرادي یو کال وړاندې په ناقانونه توګه د پاکستان له خاورې ایران ته اوښتی دی.