د پنجاب اسمبلۍ د امنیت ساتلو ذمه واري رینجرز ته حواله شوې

باغي ټي وي رپورټ
رېنجرز ته په لاهور کې د پنجاب اسمبلۍ په شاوخوا کې د امن او نظم ساتلو ذمه واري ورکړل شوې ده.

د پنجاب اسمبلۍ په شااوخوا کې د رینجر ځواک مقرر کولو فيصله د ډپټي کمشنر لاهور په مشرۍ کښې د ضلعي انټيليجنس کميټۍ په غونډه کښې شوې ده۔

د نوټيفيکيشن له مخې د پنجاب اسمبلۍ شاوخوا پنځلس ورځو لپاره به رېنجرز ګمارل کېږي.
نوټيفيکيشن کښې وئيلي شوي دي چې د پنجاب اسمبلۍ اجلاس کښې د سياسي ګوندونو ترمينځه اختلاف موجود دې او د سپيکر او ډپټي سپيکر په اختياراتو هم اختلاف دې۔

د نوټيفيکيشن له مخې به د اسمبلۍ غړو ته د اسمبلۍ په لاره د تګ راتګ د مخنيوي امکان هم وي۔