د روس حکومت د امارت اسلامي افغانستان په رسمیت پیژندلو په اړه یو لوی ګام

0
117

باغی ټي وي رپورټ
روسیې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره لوی ګام پورته کړی دی.

د یو بهرني خبري اژانس د راپور له مخې د طالبانو ډیپلوماټ جمال ګروال په ماسکو کې د افغانستان د ناظم الامور په توګه پیژندل شوی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخروا ویلي، دا اقدام د دوه اړخیزو اړیکو د بشپړې رغولو پر لور یو ګام دی.
د يادونې وړ ده، چې د تېر کال په اګست مياشت کې د طالبانو د حکومت له جوړېدو راهيسې نړيوالې ټولنې د نوي افغان حکومت په رسميت پېژندلو ډډه کړې او ويلي يې دي، چې د افغان حکومت په رسميت پېژندلو پرېکړه به د طالبانو د کړنو له مخې کوي.

Leave a reply