د عمران خان په واکمنې کې د فرح خان دولت زیات شوې دې

0
81

باغی ټي وي رپورټ
د عمران خان د واکمنۍ پر مهال د فرح خان شتمني چې د پخوانۍ لومړۍ مېرمنې بشرا بي بي نږدې ملګرې وه، څلور چنده زیاته شوې ده.
په 2017 کې د دوی لخوا اعلان شوې ټوله شتمني 231.6 ملیون روپۍ وه چې تر 2021 پورې 971 ملیون روپیو ته رسیدلې ده چې دا ښایی چې د فرح خان په دولت کې ډیر زیاتوالې راغلې دې.
دی نیوز په یوه څېړنه کې څرګنده کړې چې د عمران خان له خوا د پنجاب ایالت د اعلی وزیر په توګه د عثمان بزدار له ټاکل کېدو وروسته د فرح خان په شتمنۍ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
په دې موده کې فرح خان د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې یو شمیر جايدادونه اخيستي او په بېلابېلو سوداګريزو برخو کې يې ميليونونه روپۍ پانګونه هم کړې ده.
د اسنادو له مخې فرح خان هم په ۲۰۱۹ کال کې د تورې پیسو د سپینولو لپاره د مالیې د معافیت سکیم څخه ګټه پورته کړه او د ۲۰۱۹ کال د مالیې د معافیت سکیم لاندې یې د ۳۲۸ میلیونه روپیو شتمنۍ څرګنده کړې، دې نیوز هڅه وکړه، چې له فرحت شهزادي سره اړیکه ونیسي، خو ونه توانېد. خبريال د هغې د خاوند احسن اقبال جميل سره د تماس نيولو هڅه هم وکړه او هغه ته يې په واټس اپ پيغامونه ولېږل خو هغه سره ی اړیکه ټینګه نه شوه.

Leave a reply