یونما خبر ورکړی چې د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړل به ستونزې اوږدمهالې کړي
یونما خبر ورکړی چې د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړل به ستونزې اوږدمهالې کړي
که څه هم د طالبانو د پوهنې وزارت اعلان کړی و، چې د نوي تعلیمي کال له پیل سره به په ټول هېواد کې د نجونو پرمخ ښوونځي خلاصېږي، خو د طالبانو مشر د حمل په درېیمه نېټه تر نامالومې نېټې د نجونې ښوونځي وتړل.
(2022 / 4 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما مرستیاله مته نوډسن وايي، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو بندېدل به اوږدمهاله او پراخې منفي اغېزې ولري.
نوموړې د اروپا او نړیوالو چارو په انسټیټیوټ کې په یو انلاین غونډې کې ویلي، چې د ښوونځیو ته له شپږم ټولګي پورته د نجونو نه پرېښودل تبعیضي پرېکړه ده.
هغې زیاته کړې، چې له تبعیضه د دې ډکې پرېکړې اغېزې به د افغانو په راتلونکو نسلونو اوږدمهاله او پراخې وي، همداراز به د لوږې پر پراختیا بېاغېزې نهوي.
مېرمن نوډسن ادعا کړې چې لویې پرېکړې د طالبانو په سرپرسته کابینه کې نه، بل ځای د دوی له لوري نیول کېږي.
شاوخوا ۲۰۰ ورځې شوې چې طالبانو له شپږم ټولګي د پورته نجونو ښوونځي تړلي دي.
که څه هم د طالبانو د پوهنې وزارت اعلان کړی و، چې د نوي تعلیمي کال له پیل سره به په ټول هېواد کې د نجونو پرمخ ښوونځي خلاصېږي، خو د طالبانو مشر د حمل په درېیمه نېټه تر نامالومې نېټې د نجونې ښوونځي وتړل.
افغانستان د ځمکې پر سر هغه یوازنی هېواد افغانستان دی چې نهپرېږدي نجونې ښوونځيو ته ولاړې شي.
طالب چارواکي وايي، چې د ښوونځيو د بیا پیلېدو لپاره د خپلو مشرانو امر ته په تمه دي.