پۀ تاجکستان کې د دوو افغان قاچاق وړونکو نیول

پۀ تاجکستان کې د دوو افغان قاچاق وړونکو نیول
له دوی سره ۹۲ کيلو ګرامه نشه يي توکي چې ۷۹ کيلوګرامه هيرويين او پاتې چرس دي هم نيول شوي دي. پوليسو ويلي چې د نيول شويو کسانو لپاره يې د تاجکستان د جزا قانون د ۲۰۰ مې مادې د څلورمې فقرې د حکم پر بنسټ دوسيه پرانيستې ده.
(2022 / 4 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د تاجکستان پوليسو دوه افغانان د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيولي دي.
نيول شوي کسان د افغانستان د تخار ولايت اوسيدونکي ښودل شوي او د تاجکستان پوليسو ويلي چې ياد کسان د نشه يي توکو د قاچاق د يوه لوی بانډ غړي دي چې تازه يې د افغانستان – تاجکستان د پولې په اوږدو کې نيولي دي.
له دوی سره ۹۲ کيلو ګرامه نشه يي توکي چې ۷۹ کيلوګرامه هيرويين او پاتې چرس دي هم نيول شوي دي. پوليسو ويلي چې د نيول شويو کسانو لپاره يې د تاجکستان د جزا قانون د ۲۰۰ مې مادې د څلورمې فقرې د حکم پر بنسټ دوسيه پرانيستې ده.
د دې مادې له مخې د نشه يي توکو قاچاق کوونکو ته د شل کاله بند سزا په پام کې نيول شوې ده.






