ایران د کوکنارو د کښت د مخنیوي په اړه د افغان حکومت د پرېکړې هر کلی کړی

تهران ټایمز ورځپاڼې د معیني له قوله څرګنده کړې، چې ایران په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د مخنيوي په برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی.
تېره یکشنبه د اسلامي امارت د مشرتابه ملا هبت الله اخوندزاده د یوه فرمان له مخې په افغانستان کې د کوکنارو کښت، سوداګري، کاروبار او د نشه يي توکو کارول منع شو.
(2022 / 4 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ایران د افغانستان د اسلامي امارت د هغې پرېکړې هرکلی کړی دی چې په هېواد کې یې د کوکنارو پر کښت بندیز لګولی دی.
د ایران د نشه یي توکو د کنټرول د ادارې مشر سکندر معیني ویلي چې هېواد یې د یادې پرېکړې عملي کېدو ته په تمه دی.