پنجاب اسمبلۍ علامتي غونډه، ۱۹۹ غړو حمزه شهباز وزیراعلی ټاکلو لپاره قرارداد منظور کړې

0
70

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب اسمبلۍ په علامتي غونډه کې ۱۹۹ غړو د حمزه شهباز د وزیراعلی په توګه د انتخابولو قرارداد منظور کړې.

د پنجاب اسمبلۍ د دروازې له تړل کېدو وروسته اپوزيشن په يوه ځايي هوټل کې علامتي غونډه وکړه.دغه علامتي غونډه چې په یوه ځايي هوټل کې وشوه، د مخالفې ډلې اتحاد، جهانګیر ترین او عبدالعلیم خان ډلو غړو پکې ګډون وکړو. په علامتي غونډه کښې حمزه شهباز د وزيراعلي په توګه انتخابولو قرارداد وړاندې کړے شو او غړو و ولاړیدو څخه پس ددې قرارداد منظوري ورکړه.
۱۹۹ غړو د دغه پرېکړه لیک په حق کې رایه ورکړه. په دې موقع تالار کې پنجاب وزيراعلي حمزه شهباز په حق کې نعرې اوچتې کړې شوې، له دې وړاندې مریم نواز هم د حمزه سره د یووالي څرګندولو لپاره یهوټل ته ورغلې وه. په دې ترڅ کې هغه د اسمبلۍ غړو سره په بس کې هم سفر وکړ او د غونډې لپاره ټاکل شوي هوټل ته لاړ.

Leave a reply