شهباز شریف صدر پاکستان ته ځوابي لیک لیږلې او صفا انکار ی ورته کړې دې

0
117

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان اپوزيشن ليډر شهباز شريف د نګران وزيراعظم په مسله د صدر مملکت د خط په ځواب کښې یو خط لیږلې دې۔

د مسلم ليګ (ن) صدر او د اپوزيشن مشر شهباز شريف د صدر عارف علوي د نګران وزيراعظم لپاره د مشورې ورکولو خط ته ځواب ورکړې په کوم کښې چې هغه د نګران وزيراعظم لپاره په نامه مشورو کولو څخه انکار کړې دې.

خپل ځواب کښې شهباز شريف صدر ته ویلی دي چې ما ته مو دوه خطونه ليکلي وو چې پکښې جسټس (ر) ګلزار احمد د نګران وزيراعظم په توګه نومولې شوې وو، شهباز شریف په لیک کې داسې وایی چې سپريم کورټ د دې مسئلې ازخود نوټس اخستې دې.

Leave a reply