پنجاب اسمبلۍ کې مداخلت نه شو کولې: د پاکستان سپریم کورټ

باغی ټي وي رپورټ
په سپريم کورټ کې د قومي اسمبلۍ د ډپټي سپيکر رولنګ په اړه د ازخود نوټس د اورېدنې په مهال د پاکستان چيف جسټس عمر عطا بنديال ريمارکس ورکړی چې د پنجاب اسمبلۍ په حالاتو کې مداخله نه شي کولی، په ریمارکس کې ی ویلي دي چې دا قضیه به لاهور هائي کورټ ته ولېږو.

د نن اورېدنې په پای کې د مسلم ليګ (ن) وکيل اعظم نذير تارړ وويل چې د پنجاب اسمبلۍ دروازې نه پرانستل کېږي, هغه اوویل چې د افسوس خبره ده چې د پنجاب صوبه له شپږو ورځو راهیسې پرته له وزیر اعلی نه روانه ده، حکومت اکثریت نه لري نو د انتخاباتو اجازه نه ورکول کیږي.