UNHCR: افغانستان کې د بشري بحران لوی بار د ښځو او ماشومانو پر اوږو دی 

0
88

UNHCR: افغانستان کې د بشري بحران لوی بار د ښځو او ماشومانو پر اوږو دی 

 

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ دغه راز له افغانستان څخه د نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د مرسته کوونکو هیوادونو د ملاتړ دوام حیاتي بللی او ټینګار یې کړی چې افغان ښځې او ماشومان باید ژوند ژغورونکو مرستو ته لاسرسی ولري.

 

(2022  / 4 / 6  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (UNHCR) وايي، په افغانستان کې د بشري بحران لوی بار د ښځو او ماشومانو پر اوږو پروت دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د اسیا څانګې نن په يوه ټويټ کې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو د بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي يې دي چې د دغه هیواد په میلیونونو اوسېدونکو د کافي خوړو او سرپناه د موندلو لپاره خپلې اصلي سیمې پرېيښې دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ دغه راز له افغانستان څخه د نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د مرسته کوونکو هیوادونو د ملاتړ دوام حیاتي بللی او ټینګار یې کړی چې افغان ښځې او ماشومان باید ژوند ژغورونکو مرستو ته لاسرسی ولري.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس اوس مهال شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ دي او د دغه هیواد ۹۵ سلنه اوسېدونکي کافي خواړه نه لري. ياد سازمان دغه راز ویلي چې ۱۰ میلیونه افغان ماشومان د ژوندي پاتي کېدو لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

Leave a reply