روسیې او اوکراین پۀ روانه جګړه کې یو دبل تلفات اعلان کړل

روسیې او اوکراین پۀ روانه جګړه کې یو دبل تلفات اعلان کړل
په بیان کې راغلي دي چې اوکرایني ځواکونو د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل د پیل راهیسې د روسیې د پوځ ۱۸۶۰۰ تنه عسکر وژلي، ۱۵۰ جنګي الوتکې، ۱۳۵ جنګي چورلکې، ۶۸۴ ټانکونه، ۱۸۶۱ زغره وال موټر، ۳۳۲ توپونه، ۱۰۷ د راکټ لانچر سیسټمونه او د روسیې ۵۵ هوايي دفاعي سیستمونه له منځه وړي دي.
(2022 / 4 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د روسیې د دفاع وزارت خبر ورکړی، چې په اوکراین کې د قومندې مرکز او د تیلو ذخیره د لوړ حساسیت دقیقو توغندیو سره ویشتي دي.
د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشینکوف پرون د اوکراین په جګړه کې د روسیې د پوځي واحدونو د عملیاتو په اړه معلومات ورکړل.
کوناشینکوف وویل چې د روسیې پوځي ځواکونه په اوکراین کې پر پوځي بنسټیزو تاسیساتو بریدونو ته دوام ورکوي.
“د زولوچیف او چوهیویو په میشت ځایونو کې د سیمه ایزو دفاعي واحدونو د قومندې مرکز، د تیلو ذخیره او هغه فابریکه چې زغره والې موټرې به پکې ترمیمیدلې د دقیقو توغندیو سره له منځه وړي دي.”
کوناشینکوف وویل چې په اوکراین کې د ورځې په اوږدو کې د الوتکو په بریدونو کې ۳۳ پوځي زیربناوې له منځه تللي او زیاته کړې یې ده چې د جګړې د پیل نه تر ننه پورې د اوکراین د پوځ پر ۱۲۵ الوتکې ، ۹۳ چورلکې ، ۴۰۳ بې پیلوټه الوتکې، ۱۹۸۱ ټانکونه او زغره وال ګاډي، ۸۵۴. اوبوس توپونه او هاوان او ۱۸۷۶ ځانګړي پوځي نقلیه وسایط له منځه وړل شوي دي.
ایګور کوناشینکوف دا هم ویلي چې د اوکراین په ماریوپول کې نښتې دوام لري.
له بلې خوا د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی چې په اوکراین کې د جګړې له پیل راهیسې تر ۶۲۰ زره ډېر کسان له خطرناکو سیمو ایستل شوي دي.
د اوکراین لوی درستیزوالۍ هم د فبرورۍ له ۲۴مې او د اپریل د شپږمې نیټو تر منځ د روسیې د پوځ د تلفاتو په اړه معلومات خپاره کړل.
په بیان کې راغلي دي چې اوکرایني ځواکونو د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل د پیل راهیسې د روسیې د پوځ ۱۸۶۰۰ تنه عسکر وژلي، ۱۵۰ جنګي الوتکې، ۱۳۵ جنګي چورلکې، ۶۸۴ ټانکونه، ۱۸۶۱ زغره وال موټر، ۳۳۲ توپونه، ۱۰۷ د راکټ لانچر سیسټمونه او د روسیې ۵۵ هوايي دفاعي سیستمونه له منځه وړي دي.
ددې سربیره د روسي ځواکونو اړوند ۱۳۲۴ نقلیه وسایط، ۷ لویې او سپکې ګړندۍ بېړۍ، ۷۶ د تیلو ټانکران او ۹۶ بې پیلوټه الوتکې له منځه وړي دي.






