د اوکراین ولسمشر پر روسیې د لا ډیرو بندیزونو لګېدو غوښتنه کړې

د اوکراین ولسمشر پر روسیې د لا ډیرو بندیزونو لګېدو غوښتنه کړې
هغه وویل چې د روسیې پوځ د اوکراین د وسله والو ځواکونو په پرتله زیات عسکر او پوځي تجهیزات لري، خو ددې سره سره د روسیې چارواکي هڅه کوي چې د پوځي ښوونځیو زده کوونکي په اردو کې جذب کړي.
(2022 / 4 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ویلي، پر روسیې بندیزونه باید د بوچا په ښار کې د جنګي جرمونو په تناسب وي.
زیلنسکي دا څرګندونې د اوکراین پر وړاندې د روسیې له خوا د فبرورۍ په ۲۴ مه د پیل شوې جګړې په اړه په یوه ویډیويي پیغام کې چې د خپل ټیلیګرام پاڼې له لارې خپور کړی دی کړي دي.
زیلنسکي دې خبرې ته په اشارې سره چې د روسیې په وړاندې د بندیزونو نوې بسته چمتو کیږي وویل ، د روسیې پوځ په بوچا کې اوکراینیان شکنجه کړي دي.
نړۍ دې لومړی وګوري چې په بوچا کې څه پیښ شوي دي ، وروسته له دې باید د روسیې په وړاندې بندیزونه د اشغالګرو لخوا د جنګي جنایتونو د شدت سره په تناسب کې وضع کړی شي. که چیرې له دې وروسته هم د روسیې بانکونه د معمول په توګه کار وکړي، توکو لیږد ته دوام ورکړي ، اروپايي ټولنې غړي هیوادونه روسیې نه انرژۍ اخیستو او د انرژۍ په بدل کې پیسو ورکولو ته دوام ورکړي، نو د ځینو مشرانو سیاسي برخلیک به نور د پخوا په څیر ونه ځلیږي او وده به ونکړي.
د اوکراین ولسمشر د دې خبرې په ټینګار سره وویل چې د روسیې پوځي واحدونه د دې هیواد د دونباس او خارکیف په سیمو کې یو زیات شمیر سیمو ته د داخلیدو هڅه کوي خو دا سیمې اوس هم د اوکرایني ځواکونو په لاس کې دي.هغه وویل چې په دونباس او خارکیف کې وضعیت ډیر خراب دی.
هغه وویل چې د روسیې پوځ د اوکراین د وسله والو ځواکونو په پرتله زیات عسکر او پوځي تجهیزات لري، خو ددې سره سره د روسیې چارواکي هڅه کوي چې د پوځي ښوونځیو زده کوونکي په اردو کې جذب کړي.
هغه وویل چې اوکرایني ځواکونه به د یرغلګرو پر خلاف جګړې ته دوام ورکړي.
“موږ بله چاره نه لرو. زموږ د خاورې او خلکو برخلیک ټاکل کیږي. موږ پوهیږو چې موږ د څه لپاره جنګیږو او د بریا لپاره هرڅه کوو.”





