اپوزیشن ګوندونو سازش نه دې کړي چې د عمران حکومت رانسکور کړي: حافظ حمدالله

0
49

باغی ټي وي رپورټ

د پاکستان د اپوزیشن ګوندونو اتحادیی پی ډي ایم ویاند حافظ حمد الله د ملک په اوستي سیاسي حالاتو او آییني بحران یو بیان جاري کړي دې.
هغه وایی چې ايا د نظامي ادارو مشران رښتيا هم د نيازي حکومت په درواغو باور لري؟

هغه وایی چې د امنیت شورا د غونډې دقیصې په اړه چوپتیا هم شکونه پیدا کوي. هغه وایی چې د ملکي ادارو چوپتیا شکونه را پیدا کوي نو دې لپاره وضاحت یې اړین دی.
هغه وایی چې هېواد د نظامي ادارو مشران دې روښانه دریځ وړاندې کړي او بې باوري دې پای ته ورسوي. حافظ حمدالله وایی چې اپوزیشن مشرتابه د امریکا په امر د عمران نیازي د حکومت د نسکورولو سازش نه دی کړی.
د پي ډي ایم ویاند اوویل چې د غدارانو او وفادارانو د سندونو ویش باید ودرول شي، هغه زیاته کړه چې نیازی، د امریکا تالي څټي او د خپلې کمزورې او کړنې د پټولو لپاره چلونه لوبوي.
نوموړي اوویل چې عمران نیازی د خپل شخصي رضایت او سیاست لپاره لوبې کوي، هغه اوویل چې د PDM مشرتابه په دې باوري دی چې هیواد د ډیموکراسۍ ایډیالوژۍ ته اړتیا لري او هیواد د ضرورت نظریی ته اړتیا نه لري.

Leave a reply