دوست محمد مزاري هم د پي ټي آیی ګوند څخه جلا کیږي

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب اسمبلۍ ډپټي سپيکر دوست محمد مزاري د پي ټي آئي نه د جلا کېدو امکان دی.
دوست محمد مزاري پرون په ګورنر هاؤس کې د وزيراعظم لخوا رابلل شوې غونډه کې گډون نۀ و کړى.

تيره شپه هغه د نن ماښام په 7:30 بجې د اسمبلۍ اجلاس رابللو نوټيفيکيشن هم جاري کړے دے۔بل اړخ ته د وفاق نه پس پنجاب کښي هم سياسي کړکيچ رامخي ته شوي چرته چي د وزيراعلي اميدوار او سپيکر پرويز الهي او ډپټي سپيکر دوست مزاري یو بل ته مخامخ شوي دي۔مسلم ليګ (ق) نن د ډپټي سپيکر د غونډې د رابللو حکم منلو نه انکار کړے دے۔