پنجاب اسمبلۍ کې پي ټي آیی د خپل ګوند ډپټي سپیکر په ضد د ناباورې تحریک جمع کړې

دا وخت هیواد په ملکي او صوبایی کچ یو آیني بحران سره مخ دې

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف ګوند د خپل مرستیال سپیکر دوست محمد مزاري په ضد د پنجاب اسمبلۍ کې د عدم اعتماد تحريک جمع کړی، چې له هغې وروسته په صوبه کې نوی آئيني بحران رامنځته شوی دی.
دسرچينو ترمخه دپي ټي ائي قيادت دوزيراعظم لخوا دډپټي سپيکر په ضد دبې اعتمادۍ تحريک منظور کړى ؤ چې وروستو پي ټي ائي ددوست محمد مزاري په ضد دبې اعتمادۍ تحريک دپنجاب اسمبلۍ سيکرټري ته جمع کړو.

سرچينې وائي د عدم اعتماد تحريک د ميا محمود رشيد، ډاکټر مراد راس اؤ نورو غړو په لاسليکونو جمع کړل شوى دى.
ياده دي وي چي تر دې وړاندي د پنجاب اسمبلۍ ډپټي سپيکر دوست محمد مزاري په شپږم اپريل د اجلاس رابللو بيان جاري کړے وو او بيا ئي د شپې ناوخته د اجلاس نيټه ٦م اپريل ته اعلان کړه۔مسلم ليګ (ق) د اپرېل په شپږمه نېټه د پنجاب اسمبلۍ د ډپټي سپيکر د غونډې د رابللو پرېکړه رد کړې وه.