ډنمارک ویلي چې لا هم د دوی ښځینه کارکوونکې پۀ افغانستان کې خیریه بنسټو کې دندې ترسره کوي

ډنمارک ویلي چې لا هم د دوی ښځینه کارکوونکې پۀ افغانستان کې خیریه بنسټو کې دندې ترسره کوي
میرمن سلینټ چې تازه يې کابل ته سفر کړی ويلي، بنسټ يې نږدې يو ميليون افغانانو ته مرستې رسولې چې دوی پرې وياړي. هغه چې د زياتيدونکي بشري کړکيچ د ارزونې په موخه افغانستان ته راغلې د ا.ا له ځينو مشرانو سره يې هم کتلي دي.
(2022 / 4 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ډنمارک د کډوالو شورا ويلي، افغانستان کې د ا.ا تر واکمنيدو وروسته يې هم افغانستان کې خپلې ښځينه کارکوونکې دندو ته ادامه ورکوي.
د دې غير دولتي بنسټ رييسې شارليټ سلينټ اسوشيټيډ پريس ته ويلي، له ښځينه کارکوونکو پرته افغانستان کې فعاليتونو ته ادامه نه شي ورکولی.
میرمن سلینټ چې تازه يې کابل ته سفر کړی ويلي، بنسټ يې نږدې يو ميليون افغانانو ته مرستې رسولې چې دوی پرې وياړي. هغه چې د زياتيدونکي بشري کړکيچ د ارزونې په موخه افغانستان ته راغلې د ا.ا له ځينو مشرانو سره يې هم کتلي دي.
دې ويلي چې د ا.ا له مشرانو سره په خبرو کې يې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو پر پرانيستل کيدو هم ټينګار کړی دی.






