رینا امیري: د افغان نجونو د زده کړو بیا پیل پۀ طالبانو کې دننني اختلافات زېږولي 

0
188

.رینا امیري: د افغان نجونو د زده کړو بیا پیل پۀ طالبانو کې دننني اختلافات زېږولي 

طالبانو د اګسټ له ۱۵مې وروسته په افغانستان کې د نجونو ښوونځي وتړل او لا هم نه‌دي پرانیستل شوي.

که څه هم د طالبانو پوهنې وزارت ژمنه کړې وه، چې د نوي تعلیمي کال د پیل سره به د ټونو نجونو او هلکانو ښوونځي پرانیزي، خو د طالبانو مشر له شپږم ټولګي د پورته نجونو ښوونځي تر نامالومې نېټې بند کړل.

 

(2022 / 4 / 6  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور  

د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، چې د افغان نجونو د ښوونځيو بیا پرانیستلو مسئلې د طالبانو ترمنځ خپل‌منځي اختلافات پیدا کړي دي.

نوموړې د ترکیې (ار ټي) خبري شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې د طالبانو په لیکو کې داسې کسان هم شته چې افغانستان ته په هغه سترګه نه ګوري لکه څرنګه چې دی. وايي:

” د دوی په ذهنونو کې د افغانستان غير واقعي تصویر دی. داسې افغانستان چې د اسلام د افسانوي مفکوري پر بنسټ ولاړ وي. که دوی  په همدې ډول خپلې سخت دریځۍ ته دوام ورکړي غورځنګ یې وېشل کېدای شي او افغانستان له ماتې سره مخامخوي.”

طالبانو د اګسټ له ۱۵مې وروسته په افغانستان کې د نجونو ښوونځي وتړل او لا هم نه‌دي پرانیستل شوي.

که څه هم د طالبانو پوهنې وزارت ژمنه کړې وه، چې د نوي تعلیمي کال د پیل سره به د ټونو نجونو او هلکانو ښوونځي پرانیزي، خو د طالبانو مشر له شپږم ټولګي د پورته نجونو ښوونځي تر نامالومې نېټې بند کړل.

د امریکا ځانګړې استازې وايي، دا ډېره خواشینونکې ده چې طالبانو له خپلو ژمنو سره سره بیا هم د نجونو د ښوونځيو د بندولو پرېکړه کړې.

نوموړې خبرداری ورکړی، که طالبان د نړۍ غوښتنې و نه مني، د بندیزونو د لرې کېدو او په رسمیت پېژندلو تمه دې هم نه کوي.

طالبانو بیا تر اوسه له شپږم ټولګي د پورته نجونو د ښوونځیو بیا پرانیستو په تړاو څه نه‌دي ویلي.

Leave a reply