طالبانو مسکو کې افغان سفارت ته خپل سفر معرفي کړی 

0
98

طالبانو مسکو کې افغان سفارت ته خپل سفر معرفي کړی 

د ویلو ده چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف څه موده وړاندې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیوچارو وزیرانو په غونډه کې ویلي وو، چې مسکو د طالبانو لخوا لومړی ور استول شوی ډیپلومات منلی دی.

 

(2022 / 4 / 6  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د روسیې تاس خبري اژانس وايي، چې طالبانو سید طیب جواد له دندې لېرې کړی او پر ځای یې ښاغلی غروال استولی دی.

یاد اژانس د یوې سر چینې له قوله رپورت ورکړی چې د افغانستان سفارت ته معرفي شوی ډیپلومات جمال غروال به ډېر ژر د پخواني حکو مت د سفیر سید طیب جواد پر ځای دنده پیل کړي.

د مالوماتو له مخې، ښاغلی غروال تر دې وړاندې هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کې دنده تر سره کوله.

د ویلو ده چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف څه موده وړاندې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیوچارو وزیرانو په غونډه کې ویلي وو، چې مسکو د طالبانو لخوا لومړی ور استول شوی ډیپلومات منلی دی.

د یادونې ده چې تر دې دمګړۍ د روسیې په ګډون چین او پاکستان د طالبانو ور استول شوي ډيپوماتان منلي دي.

په افغانستان کې د طالبانو له راتګ شاوخوا اته میاشتې تېرېږي، خو لا هم د دوی حکومت د کوم هېواد له‌خوا په رسمیت نه‌دي پېژندل شوی.

Leave a reply