امریکا اعلان کړی چې له اوکراین سره د ۱۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د ټانک ضد وسلو مرسته کوي
امریکا اعلان کړی چې له اوکراین سره د ۱۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د ټانک ضد وسلو مرسته کوي
په ورته مهال د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، چې هیواد به یې اوکراین ته ۱۰۰ بې بیلوټه الوتکې هم ورکړي چې د هغه په وینا، له عصري ټکنالوژۍ سره پرمختللي سیستمونه د اوکراین له دفاع څخه د امریکا تعهد ښکاره کوي.
(2022 / 4 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
اوکراین سره د دغې مرستې اعلان د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن کړی دی.
هغه ویلي، د ولسمشر بایډن د لارښونو د تعقیب او د ټانک ضد وسلو ته د اوکراین د اړتیا د پوره کیدو په هدف یې له دغه هېواد سره د سلو میلیونو ډالرو په ارزښت نظامي مرسته منظور کړه.
د امریکا دفاع وزارت چارواکو ویلي، چې اضافه مرسته به د جاولین په نامه زره ضد سیستمونو ته د اوکراین عاجله اړتیا پوره کړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزار ټینګار کوي، چې اوکراینیان د خپل هیواد د دفاع لپاره د اوږې د سر مزایلو څخه په موثره توګه استفاده کوي.
د یادونې ده چې پنټاګون د اپرېل په لومړۍ نیټه له اوکراین سره د ۳۰۰ میلیونو ډالرو اضافه نظامي مرسته اعلان کړې وه.