میدان وردګ ـ نرخ کې د اوبو رسولو شبکه جوړه شوه

میدان وردګ ـ نرخ کې د اوبو رسولو شبکه جوړه شوه
ښاغلي مولوي راشد په خپلو خبرو کې د سیمې له اوسېدونکو نه د دې شبکې په ساتنه او حفظ او مراقبت کې د جدي غوښتنې هیله وکړه، تر څو پرې لګول شوې پيسې او هلې ځلې د نه پاملرنې له امله يو ځل بيا د دې سیمې اوسېدونکې له ورته ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي او دا يې د هر فرد دیني او هېوادنۍ وجیبه وبلله، تر څو په خپله سیمه کې له ټولګټو پروژو او تاسیساتو نه ساتنه وکړي.
(2022 / 4 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د میدان وردګو ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې د دې ولایت په نرخ ولسوالۍ پیاروخېلو سيمه کې د څښاک اوبو رسولو یوه شبکه تر بشپړې څارنې وروسته نن د دې ریاست د رئیس ښاغلي مولوي وحیدالله راشد، د پروګرامونو آمر انجنیر سعدالدین سعادت او د ریاست د انجنيري ټیم له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده شبکه د کلیو د بیا رغونې او پراختيا رياست تر چتر لاندې د سويډن کمېټې د ٣.٧ میلیونو افغانيو مالي لګښت په ورکولو سره د یو کال په جریان کې رغول شوې ده.
د دې شبکې د جوړولو پر مهال د سیمې اوسېدونکو ٥٤٠ کاري ورځې رامنځته شوي دي، چې پکې ١٥٥ ماهرو او ٣٨٥ غیر ماهرو کارکونکو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده او په راتلونکې کې به له دې شبکې ١٥٠ ځايي کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيداکړي.
د دې شبکې د پرانېستلو پر مهال د میدان وردګو ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست رئیس ښاغلي مولوي راشد وویل، په اوسنيو اقتصادي او اقلیمي شرایطو کې ولس ته د داسې خدماتو وړاندې کول او اړتیاوې پوره کول یو مثبت ګام او ښه لاسته راوړنه ده، خو د بسنې وړ باید و نه ګڼل شي.
ښاغلي مولوي راشد په خپلو خبرو کې د سیمې له اوسېدونکو نه د دې شبکې په ساتنه او حفظ او مراقبت کې د جدي غوښتنې هیله وکړه، تر څو پرې لګول شوې پيسې او هلې ځلې د نه پاملرنې له امله يو ځل بيا د دې سیمې اوسېدونکې له ورته ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي او دا يې د هر فرد دیني او هېوادنۍ وجیبه وبلله، تر څو په خپله سیمه کې له ټولګټو پروژو او تاسیساتو نه ساتنه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د دې شبکې تر ګټې اخیستنې وروسته د سويډن همکارې موسسې له لوري د سیمې ١٢٠ تنو ته د روغتیا ساتنې په موخه روغتيايي بستې او کېټونه هم وویشل شول.






