د عمران خان دا دریځ دې چې په نیشنل سیکوریټي غونډه کې نړیوال سازش اومنل شو

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له سترې محکمې غوښتي چې د لیټر گیټ د پلټنو لپاره دې یو عدالتي کمېشن جوړ کړي.
سرچينې زياته کړې، چې لومړي وزير د ليټر ګېټ د څېړلو لپاره د عالي ځواک کمېشن جوړولو غوښتنه هم کړې ده.سرچينې وائي دوزيراعظم عمران خان وکيل به نن سپريم کورټ ته دکميشن جوړولو لپاره رجوع کوي.
د جیو رپورټ مطابق، دسرچينو له مخې وزيراعظم تيره ورځ د سپريم کورټ د سوموټو نوټس په اړه د قانوني ټيم سره مشوره کړې وه.سرچينې زياته کړې، چې لومړي وزير د حکومت د نسکورولو لپاره د نړيوال سازش د پلټنو غوښتنه کړې او د منحرف غړو او د هارس ټریډنګ د پلټنو غوښتنه يې هم کړې ده.
سرچينې زياته کړې، چې د ملي امنيت د غونډې په اړه د عمران خان دا دریځ دې چې په دې غونډه کې نړيوال سازش په رسميت وپېژندل او اومنل شو.






