شهباز شریف د فوځ سرلښکر،آیی ایس ایی مشر څخه غوښتنې کړي دي

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ نون صدر او د اپوزيشن مشر شهباز شريف په یو بیان کې ویلي دي چې که دوی غداري کړي وي نو ددې ثبوتونه دې وړاندې کړې شي.
هغه د آرمي چيف جنرل باجوه او ډي جي آئي ايس آئي نه غوښتنه کړي ده چي که چري مونږ غداري کړي ده نو ثبوت دي د قوم ته وړاندې کړې شي چې د هر څه پته ولږی.
د سترې محکمې بهر ميډيا سره خبرو کې شهباز شريف وويل چې مونږ دا جرم نۀ وو کړى، دا جرم زمونږ څخه هيچا نۀ دى کړى، مونږ هيڅ بهرني طاقت ته بلنه نۀ ده ورکړې ،هغه زیاته کړه چې وس باید دا معلومه شي چې غداري چا کړې ده.
شهبازشريف وويل دپوځ سرلښکر جنرال باجوه اؤ ډي جي ائي ايس ائي څخه يې غوښتنه کړې چې که مونږ خيانت کړى وي نو ثبوت دې دعدالت مخې ته راوړل شي.
هغه وويل چې ما هيڅکله په داسې څرګندو الفاظو خبرې نه دي کړي، اوس محکمې ته هم اپیل کوم او د خپلو وکيلانو له لارې غوښتنه به وکړم چې دا موضوع باید وڅېړئ او يو فورم جوړ کړئ چې موضوع روښانه شي او د هر څه معلومات وړاندې شي.






