میدان وردګ ـ دایمیرداد کې د سړک چارې بشپړې شوې

میدان وردګ ـ دایمیرداد کې د سړک چارې بشپړې شوې
یاده پروژه، چې یوه نېمه میاشت وړاندې پیل شوې وه، چارې یې د ټولګتو چارو د رییس مولوي شفیع الله احمد او د یاد ریاست د مسلکي ټېم تر څارنې لاندې بشپړې شوې او دغه سړک د چک ولسوالۍ له وروستۍ برخې پیل، د دایمیرداد ولسوالۍ تر مرکز پورې غزېدلی دی.
(2022 / 4 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د میدان وردګو د دایمیرداد ولسوالۍ د ولسونو له غوښتنې سره سم د ټولګټو چارو ریاست لخوا د یادې ولسوالۍ اړوند د (۲۴.۵) کیلومتره سړک د جغل اچونې چارې د درې میلیونو، یو لک او ۹۰ زره افغانیو په لګښت سره بشپړې شوې.
یاده پروژه، چې یوه نېمه میاشت وړاندې پیل شوې وه، چارې یې د ټولګتو چارو د رییس مولوي شفیع الله احمد او د یاد ریاست د مسلکي ټېم تر څارنې لاندې بشپړې شوې او دغه سړک د چک ولسوالۍ له وروستۍ برخې پیل، د دایمیرداد ولسوالۍ تر مرکز پورې غزېدلی دی.
دایمیرداد ولسوالي د دغه ولایت یوه لرې پرته او په پخواني نظام کې له خدماتو محرومه ولسوالي بلل کېده، چې د ا.ا له راتګ وروسته پکې د لومړي ځل لپاره دغه پروژه پلې شوه؛ ولسونه د دغه پروژې له بشپړېدو خوښ دي خو په ولایتي اداره غږ کوي، چې په یاده ولسوالۍ کې ورته نورې پروژې هم پلې کړي.





