نواز شریف او یوسف رضا ګیلاني چې د وزیراعظم څوکي څخه لرې کولې شی نو عمران ولې نه شي لرې کولې؟ مولانا فضل الرحمان

0
161

باغی ټي وي رپورټ
د اپوزیشن اتحاد پاکستان ډیموکراټیک تحریک (PDM) مشر مولانا فضل الرحمان د ادارو بې طرفي د پوښتنې وړ وبلله او زیاته یې کړه چې اوس هم په ادارو کې دننه داسې کسان شته چې په اوسني سازش کې لاس لري.

يو شخصي ټي وي چينل ته په يوه مرکه کې فضل الرحمان وويل په سازش کې دشامل کسانو نومونه اخستلو ته مجبور نۀ کړل شي، دا ځکه چې ، هغه زیاته کړې چې بیا به دوی ته اوویل شي چې تاسو د ادارو نومونه ولې اخستي؟

د پي ډي ایم مشر وویل چې د ملي امنیت کمیټې غونډې ته بیا بیا اشاره کیږي ، هغه زیاته کړه چې ادارې دې مخې ته راشي او وضاحت دې وکړي.

مولانا فضل الرحمان وويل که نواز شريف او يوسف رضا ګيلاني د خپلې څوکۍ څخه لرې کولى شي نو عمران خان ولې نۀ شي لرې کولى.

بل خوا د مسلم ليګ نون صدر شهباز شريف د آرمي چيف جنرل قمر جاويد باجوه او ډي جي آئي ايس آئي نه غوښتنه کړې ده چې که چرې مونږ خيانت کړي وي،عداري کړي وي نو ثبوت دې راوړل شي۔

Leave a reply