امریکا ویلي چې که نوی حکومت د رسمیت پېژندلو پۀ لټه کې وي؛ پخپلو ژمنو دې عمل وکړي
امریکا ویلي چې که نوی حکومت د رسمیت پېژندلو پۀ لټه کې وي؛ پخپلو ژمنو دې عمل وکړي
د نوموړې په وینا دوی ژمنه کړې وه چې د نجونو ښوونځي به پرانیستي وي او د افغانانو بشري حقونه به رعایت کېږي. هغې زیاته کړې، د امریکایي حکومت دا نظر دی چې که نوی حکومت د رسمیت پېژندلو په لټه کې وي، نو باید د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته درناوی وکړي.
(2022 / 4 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا وایي که د افغانستان نوی حکومت د رسمیت په لټه کې وي، نو باید د نړیوالې ټولنې غوښتنې ومني.
د بشري حقونو او مېرمنو په چارو کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په خپله تازه مرکه کې ویلي چې د ښوونځیو په تړاو د نوي حکومت پرېکړې ټوله نړۍ حیرانه کړې ده.
د نوموړې په وینا دوی ژمنه کړې وه چې د نجونو ښوونځي به پرانیستي وي او د افغانانو بشري حقونه به رعایت کېږي. هغې زیاته کړې، د امریکایي حکومت دا نظر دی چې که نوی حکومت د رسمیت پېژندلو په لټه کې وي، نو باید د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته درناوی وکړي.
د نوموړې په خبره نوي حکومت ته په کار ده چې ژر تر ژره خپله پرېکړه بېرته واخلي او اجازه ورکړي چې مېرمنې زده کړو او کار ته ادامه ورکړي.