امریکا د افغانستان د څار د کمزوري کېدو خبر ورکړی دی 

امریکا د افغانستان د څار د کمزوري کېدو خبر ورکړی دی 

د امریکايي پوځ د ځانګړو عملیاتو قومندان ریچارډ کلارک د امریکا د سنا ددفاعي کمیسیون غړو ته د خبرو پر مهال ویلي وروسته له هغه یې د اطلاعاتو د راټولولو او ترهګرو د څارلو وړتیا کمزورې شوې چې له افغانستان یې خپل ځواکونه ایستلي دي.

 

(2022 / 4 / 6  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا وایي په افغانستان کې یې د نړیوالو ترهګرو د څارلو وړتیا کمزورې شوې ده.

د امریکايي پوځ چارواکي وايي دوی لا هم په افغانستان کې ددې جوګه دي چې ترهګرې ډلې تعقیب کړي خو تر هغه وروسته چې ځواکونه یې له افغانستان وتلي نو د یادو ډلو د څارلو وړتیا یې کمزورې شوې ده.

د امریکايي پوځ د ځانګړو عملیاتو قومندان ریچارډ کلارک د امریکا د سنا ددفاعي کمیسیون غړو ته د خبرو پر مهال ویلي وروسته له هغه یې د اطلاعاتو د راټولولو او ترهګرو د څارلو وړتیا کمزورې شوې چې له افغانستان یې خپل ځواکونه ایستلي دي.

هغه زیاتوي دوی اړ دي چې افغانستان د معاصرې ټکنالوژۍ پر مټ وڅاري، چې دمګړی دغه چاره هم له ستونزو او لګښتونو ډکه ده، نو له همدې امله افغانستان ته په نږدې هېوادونو کې د نظامي اډو یا همکاریو په لټه کې دي. امریکا وایي په دې برخه کې یې پراخې ديپلوماتیکې هڅې کړې دي خو تر دې دمه بې پایلې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Telegram电脑版

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

有道翻译app

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

Telegram下载

telegram中文

wps office下载

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文