د پاکستان ستره محکمه کې نن بیان د عدم اعتماد د رد کولو قضیې اوریدنه کیږي

0
168

باغی ټي وي رپورټ
د قومي اسمبلۍ د ډپټي سپيکر رولنګ او د وزيراعظم خلاف د عدم اعتماد تحريک په اړه د اسمبلۍ ماتولو په اړه د سترې محکمې د ازخود نوټس اورېدنه به نن يو ځل بيا کېږي.

د پاکستان د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کې د سپريم کورټ لوی بينچ به ددې کېس اوريدنه کوي.

د پاکستان تحريک انصاف وکيل بابر اعوان به نن خپل دلائل وړاندې کوي او د صدر عارف علوي وکيل علي ظفر به هم او د وزيراعظم عمران خان وکيل امتياز رشيد صديقي به هم خپل دلائل سترې محکمې په وړاندې بیانوي.
د جیو نیوز رپورټ مطابق ، د قومي اسمبلۍ د سپيکر او ډپټي سپيکر وکيل نعيم بخاري او اټارني جنرل خالد جاويد خان دلائل هم پاتې دي.
د پرون د قضیې اوریدنې په مهال چيف جسټس آف پاکستان ريمارکس ورکړو چې د نګران حکومت جوړول په عدالتي کاروائي مشروط دي او نن د مقدمې حل کول غواړي۔

ده ووئيل چې د وزيراعظم خلاف د عدم اعتماد د تحريك په وخت په پارليمان كښې اکثريت موجود وو٬ هغه زياته كړه چې د آئين د قانون له مخې د هغه حق له پامه نه غورځولے شي۔

چيف جسټس دا هم وويل چې عدالت به د آئين او قانون په بنياد فيصله کوي او دا پریکړه به ذاتي خوښې به بنیاد نه کوي.

Leave a reply