سپریم کورټ دې د ډپټي سپیکر غیرقانوني ګام رد کړي او اسمبلۍ دې بحال کړي: رضا رباني

0
133

باغی ټي وي رپورټ
رضا رباني د پاکستان سترې محکمې څخه غوښتنه کړې ده چې د ملي امنیت شورا دې د غونډې دقیقې او کیبل د رابللو امر وکړی
د پاکستان سترې محکمې د از خود نوټس په اوریدنه کې رضا رباني وويل چې وزيراعظم د عدم اعتماد تحريک په مهال اسمبلۍ نۀ شي ماتولې او د اساسي قانون لاندې د عدم اعتماد تحريک هم نه شي رد کولې.
رضا رباني وويل چې د ډپټي سپيکر رولنګ د بدنيتۍ په اساس دى، د عدم اعتماد تحريک وړاندې کولو څخه تر اوسه 9 ناوړه ګامونه اخستل شوي دي، د عدم اعتماد تحريک د اتم مارچ څخه د ځنډ ښکار دې.

رضا رباني له محکمې وغوښتل چې د ملي امنیت شورا د غونډې دقیقې او کیبل په اړه حکم وکړي.د مسلم ليګ (ن) وکيل مخدوم علي خان د دلائل شروع کولو په مهال د پارليمنټ کارروائي ولوستله او عدالت ته يې د سپيکر رولنګ کالعدم ګرځولو او اسمبلې بحالولو غوښتنه اوکړه۔

Leave a reply