د عمران خان په حکومت کې په ضلع خیبر کې زیات پرمختیایی کارونه شوي: پخوانۍ پي ټي آیی ایم این اې،اقبال آپریدي

0
136

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر تحصیل باړه این اې ۴۴ څځه د پي ټي آیی په ټکټ ټاکل شوې پخواني ايم اين اے اقبال آفريدي په یو بیان کې وئيلي دي چي دا مهال د پارټئ ګراف او عزت مخ په زياتيدو دې، هغه وایی زما حوصله نوره هم اوچته شوې ده.
اقبال اپریدي اوویل چې ما ته د کروړونو روپو وړانديزونه شوي ولي زه د خان پيروکار يم او د خپل ګوند او مشر لپاره به د سر قرباني ورکړم خو د ضمیر سودا به کله هم و نه کړم.
د دې خيالاتو څرګندونه د ضلع خیبر باړه ډويژن د پاکستان تحریک انصاف په ټکټ ټاکل شوې د قامي اسمبلۍ غړي اقبال آفریدي د پي ټي آئي کارکنانو يوې بېړنۍ غونډې ته د وينا په مهال وكړه۔
ده ووئيل مونږ د پي ټي آئي او عمران خان د د نظريې او اصولو منونکي یو.
اقبال آفريدي ووئيل په باړه کې ټول پرمختیایی كارونه په ميرټ او شفافيت ترسره شوي دي او د قامي اسمبلۍ د جوړېدو نه وروستو په لومړي ځل ترسره د پاکستان تحریک انصاف او عمران خان په حکومت کې دومره زیات پرمختیایی کارونه شوي دي.
اقبال آپریدي اوویل د باړه تحصیل په هره یوه سیمه کې پرمختیايي کارونو شوي دي کوم چې یو ریکارډ دی.
په دي موقع د مختلفو سيمو سره تعلق لرونکي د باړه پي ټي آئي چيئرمين او کارکنانو په اقبال آفريدي باندي د مکمل اعتماد څرګندونه کړي وکړه او دا چې اقبال آپریدۍ په عدم اعتماد ووټ کې خرڅ نه شو،د اقبال آپریدی دا کار ی په ښو ټکو کې وستایل. د اقبال،پي ټي ایی او د عمران خان کارکنانو اوویل چې عمران خان چې به ضلع خیبر کې دا ځل چاته هم ټکټ ورکړي نو دوی به مني او په راروانو ټاکنو کي به ملاتړ کوي.

Leave a reply