منصور احمد او ارګونې په کابل کښې لیدلي

0
270

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د پاکستان سفیر منصور احمد او د ترکي سفیرسره ملاقات کړي، په ملاقات د افغانستان په اړه مهمې خبرې او ژمنې شوي دي.

د پاکستان سفیر منصور احمد په خپل ټویټر پانړه یو ټویټ خپور کړې او وایی چې د ترکي سفیر ارګونې سره ی ملاقات کړ دي.
نوموړي لیکي چې د ترکي حکومت نماینده سره ی په افغانستان کښې د امن لپاره په شریکه کوششونو جاري ساتلو او په افغانستان کښې د افغانانو د ژوند ښه کولو لپاره ی خبرې اترې کړي.

په ټویټ کښې ی لیکلی چې د افغانانو سره د مرستې کولو او ددوی ژوند د بیا شروع کولو او بهتر کولو په لړ کښې ی هم د ترکي سفیر سره ټینګار کړې دې.
یاده دې وی چې د امریکې او نیټو ځواکونو د افغانستان نه د وتلو نه پس پاکستان، ترکي، چین، قطر او روس هغه هیوادونه دي چې ددې ملک او عوام سره د خیرښیګړې په کارونو او دغه رنګ د سیاسي بدلو په لړکښې مرستې وکړی.

Leave a reply