نورستان کې ټرافیکي پېښې ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده  

0
162

چارواکو ویلي چې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې یو ډاټسن (پيک‌اپ) موټر له سوارلیو سره یو ځای له سړکه څو متره لاندې وغورځېد. د چارواکو په خبره، په دې پېښه کې درې کسان مړه شوي او د ماشومانو په ګډون ۱۴ نور ټپيان شوي دي.

(2022 / 4  / 5 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د نورستان ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي چې په دغه ولایت کې په یوه ترافیکې پېښه کې ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

چارواکو ویلي چې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې یو ډاټسن (پيک‌اپ) موټر له سوارلیو سره یو ځای له سړکه څو متره لاندې وغورځېد. د چارواکو په خبره، په دې پېښه کې درې کسان مړه شوي او د ماشومانو په ګډون ۱۴ نور ټپيان شوي دي.

د چارواکو په وینا ټپيان یې روغتون ته لېږدولي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی. د پېښې د رامنځته کېدو لامل د لارې خرابوالی بللی شوی دی.

Leave a reply