د کابل یو شمېر ښاریانو لۀ پخواني ولسمشر څخه غوښتي چې د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو پرانیستو ته زمینه برابره کړي

دوی ويلي چې زده کړې يې د بچيانو اساسي حق دی، له همدې کبله بايد د ښوونځيو دروازې زر تر زره پرانيستل شي. دوی دغه راز غوښتنه کړې چې مېرمنو ته دې هم اجازه ورکړل شي چې د پخوا په څير خپلو دندو ته ادامه ورکړي.
(2022 / 4 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
د کابل يو شمېر اوسيدونکو له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په ليدنه کې د نجونو د ښوونځيو د بېرته پرانيستل کيدو غوښتنه کړې ده.
دوی ويلي چې زده کړې يې د بچيانو اساسي حق دی، له همدې کبله بايد د ښوونځيو دروازې زر تر زره پرانيستل شي. دوی دغه راز غوښتنه کړې چې مېرمنو ته دې هم اجازه ورکړل شي چې د پخوا په څير خپلو دندو ته ادامه ورکړي.
پخواني ولسمشر هم ويلي چې زده کړې د هيواد د پرمختګ لپاره اړين امر دی. هغه د ښوونځيو پر پرانيستل کيدو د ټينګار تر څنګ د خلکو د ستونزو په هواري کې د هر راز همکارۍ ژمنه کړې ده.