میدان وردګ ـ ټیکا دناکو نیالګیو تازه مرستې

0
178

میدان وردګ ـ ټیکا دناکو نیالګیو تازه مرستې

ټیکا خیریه بنسټ په تېره کې په دغه ولایت کې د مڼو د ذخیرې او ساتنې لپاره دوې سړې خونې جوړې کړې، چې ټولټال د ۱۵۰۰ میټریک ټنو مڼو د ساتنې ظرفیت لري، خو د زراعت د مسوولینو په وینا د مرکز اړوند سړه خونه د وروستیو جګړو له امله تخریب شوېده.

 

(2022 / 4 / 5  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ترکیې هېواد، ټیکا مرستندویه بنسټ د میدان وردګو د کرنې له ریاست سره په همغږۍ په ۷ ولسوالیو کې په بزګرانو د مڼو او ناکو اصلاح شوي ترکي نیالګي ووېشل.

د یادو نیالګیو د وېش پر مهال د ټیکا مرستندویه بنسټ رییس ښاغلي ذهتو چال وویل، موږ په افغانستان کې د کرنې، پوهنې او روغتیا په برخو کې فعالیت لرو، هڅه کوو د افغانانو او په ځانګړې توګه د دغه ولایت د مېشتو وګړو د اقتصادي پرمختګ لپاره په بېلابېلو برخو کې پروژې پلې کړو.

ورته مهال یاد بنسټ د میدان وردګو د ۷ ولسوالیو په ۷ بزګرانو ۱۸۱۵ د ناکو او مڼو نیالګي ووېشل، چې هر بزګر ته شاوخوا ۲۵۰ نیالګي ورکړل شول او یاد شمېر ۲۵۰ نیالګي په یو جریب زراعتي ځمکه کې کېنول کېږي، دغه راز یاد بنسټ د میدان وردګو له پوهنتون سره هم ۱۰۰۰ نیالګي مرسته وکړه، چې د پوهنتون په انګړ کې به کېنول شي.

د میدان وردګو والي حافظ محمد امین عمري د ټیکا مرستندویه بنسټ له مشر ښاغلي چال څخه مننه وکړه، چې وخت ناوخت یې د دغه ولایت له خلکو سره مرستې کړې؛ په خبره یې ترکیه هېواد له افغانانو سره ګډ مشترکات لري؛ ښاغلي والي له دوی غوښتنه وکړه، چې د میدان وردګو اوسېدونکي د پوهنې او زراعت په برخو کې ځانګړی نوم او مینه لري، نو په یادو برخو کې خپل فعالیت زیات او د خلکو لاسنیوی وکړئ.

ټیکا خیریه بنسټ په تېره کې په دغه ولایت کې د مڼو د ذخیرې او ساتنې لپاره دوې سړې خونې جوړې کړې، چې ټولټال د ۱۵۰۰ میټریک ټنو مڼو د ساتنې ظرفیت لري، خو د زراعت د مسوولینو په وینا د مرکز اړوند سړه خونه د وروستیو جګړو له امله تخریب شوېده.

د ترکیې هېواد، ټیکا خیریه بنسټ د نړۍ په شاوخوا ۶۵ هېوادو کې فعالیت لري او په افغانستان کې یې له ۲۰۰۴ کال راهیسې په بېلابېلو برخو کې فعالیت پیل کړیدی.

Leave a reply