میدان وردګ ـ والي د ملګرو ملتونو له استازي سره کتلي

0
197

میدان وردګ ـ والي د ملګرو ملتونو له استازي سره کتلي

نوموړي وویل: د ا.ا.ا د هزاره او کوچیانو د ستونزو د هواري لپاره ځانګړې پاملرنه لري ترڅو دا ستونزه د تل لپاره هواره شي او د یادو ستونزو د حل لپاره د هزاره او کوچیانو له مشرانو څخه یو ګډه شل کسیزه شورا جوړه شوې ده، چې یادې ستونزې په هر اړخیزه توګه څیړي او د تل لپاره به ورته حل لارې ولټوي.

 

(2022 / 4 / 4  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر د سیاسي برخې د استازي مرستیالې آغلې میتا کنو دسن او د ملګرو ملتونو د کابل د ساحوي دفتر مسؤلینو د میدان وردګو له والي حافظ محمد امین عمري او مرستیال والي شیخ شیر احمد حقاني سره وکتل.

په دغه لیدنه کې د آغلې میتا کنو دسن وویل: ملګرو ملتونو خپل ماموریت په افغانستان کې د یو کال لپاره نور هم تمدید کړ، ترڅو د افغانانو لپاره د روغتیا، پوهنې، اقتصادي پیاوړتیا، بیا رغونې او یو شمېر نورو برخه کې خپل فعالیتونه او عامه خدمات وړاندې کړي.

دغه راز د ملګرو ملتونو له دفتر څخه راغلي پلاوي د ولایت له والي حافظ محمد امین عمري او مرستیال والي شیخ شیر احمد حقاني سره په دغه ولایت کې د هزاره او کوچیانو تر منځ د ستونزو د حل، د پوهنې او روغتیا په برخه کې د خدماتو د پیا وړتیا، د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښوالي، په ملکي او نظامي ادارو کې د کادرونو په ګمارنه هر اړخیزې خبرې وکړې.

همدارنګه دوی زیاته کړه: اوس په افغانستان کې امنیتي ستونزې نشته د خصوصي سکتور د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره ده، موږ د نړېوالو سره په ګډه هڅې کوو، په پورته یادو شویو برخو د افغانستان لپاره لا ډېرې مرستې راجذب او خدمات وړاندې کړو.

د میدان وردګو والي ښاغلي عمري او مرستیال والي ښاغلي حقاني راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او له دوی څخه یې مننه وکړه چې د خپل ماموریت موده یې د یو کال لپاره نوره هم په افغانستان کې تمدید کړه، دوی وویل: د ملګرو ملتونو دفتر په افغانستان کې په بې طرفه توګه له حکومتونو سره پاتې شوي دی او اوس چې په افغانستان کې ا.ا.ا حاکم دی په ټول هېواد کې بشپړ امنیت تامین دی د ملګرو ملتونو دفتر باید په بې طرفه توګه د ا.ا.ا د رسمیت پېژندنې، بیارغونې او اقتصادي پیاوړتیا لپاره همکاري وکړي او د هېوادوالو اړتیا ته په کتو خپل فعالیتونه، مرستې او خدمات وړاندې کړي.

دغه راز ښاغلي عمري راغلي پلاوي ته په دغه ولایت کې د امنیت د ټینګښت، د هزاره او کوچیانو ترمنځ د ستونزو د حل په برخه کې ډاډ ور کړه، هغه زیاته کړه: په تیرو شلو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د هزاره او کوچیانو ترمنځ د ولایت مقام په منځګړیتوب د مخامخ ناستي لپاره زمینه برابره کړه او دواړو اړخونو غوښتل د تېر په څیره په یو ټغر راټول شي او دا ستونزه د تل لپاره حل شي.

نوموړي وویل: د ا.ا.ا د هزاره او کوچیانو د ستونزو د هواري لپاره ځانګړې پاملرنه لري ترڅو دا ستونزه د تل لپاره هواره شي او د یادو ستونزو د حل لپاره د هزاره او کوچیانو له مشرانو څخه یو ګډه شل کسیزه شورا جوړه شوې ده، چې یادې ستونزې په هر اړخیزه توګه څیړي او د تل لپاره به ورته حل لارې ولټوي.

Leave a reply