اروپا کې د مسلمانانو ټولنې مشر د پوهنې لۀ سرپرست وزیر سره کتلي دي

اروپا کې د مسلمانانو ټولنې مشر د پوهنې لۀ سرپرست وزیر سره کتلي دي
د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې د پوهنې سرپرست وزیر له ایوان ریډلي په مشرۍ د اروپا د مسلمانانو ټولنې له پلاوي او د انګلستان د الخیر فاونډیشن له مشر امام قاسم رشید سره لیدنه کړې او په دغه لیدنه کې د هېواد د روزنیز نظام پر محوریت خبرې شوې دي.
(2022 / 4 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اروپا د مسلمانانو ټولنې د افغانستان د پوهنې له برخې سره د مرستې ډاډ ورکړی دی.
د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې د پوهنې سرپرست وزیر له ایوان ریډلي په مشرۍ د اروپا د مسلمانانو ټولنې له پلاوي او د انګلستان د الخیر فاونډیشن له مشر امام قاسم رشید سره لیدنه کړې او په دغه لیدنه کې د هېواد د روزنیز نظام پر محوریت خبرې شوې دي.
په دې لیدنه کې د اروپا د مسلمانانو ټولنې مشرې میرمن ایوان ویلي چې دوی له افغانستان سره په تېره بیا د پوهنې له برخې سره مرستې ته تیار دي.
اړوند موضوعات:
پوهنې وزارت: د نجونو زده کړې فشار نۀ؛ بلکې د مسؤلیت يې ګڼو
د پوهنې سرپرست وزیر هم په دې لیدنه کې ویلي چې دوی له افغانستان سره د نړیوالو مرستو ته د قدر په سترګه ګوري او هیله لري چې وکړی شي د افغانستان په روزنیز نظام کې مثبت بدلونونه راولي.





