امریکا وايی هېڅ الوتکه یې نده یرغمل شوې

0
193

امریکا وایي هېڅ الوتکه یې نده یرغمل شوې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هېڅ الوتکه او اتباع یې افغانستان کې ندي یرغمل شوي.

 

(2021 / 9 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هېڅ الوتکه او اتباع یې افغانستان کې ندي یرغمل شوي.

انټوني بلینکن ویلي چې طالبانو د امریکا هېڅ اتباع او یا هم الوتکې ندي یرغمل کړي او نه یې هم څوک له افغانستان نه له وتلو ایسار کړي.

نوموړي هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې طالبانو بلخ ولایت کې د دوی الوتکې یرغمل کړي دي.

تر دې وړاندې طالبانو هم هغه راپورونه رد کړل چې دوی د امریما الوتکو ته اجازه نده ورکړې چې له بلخ هوايي ډګر څخه الوتنه وکړي.

Leave a reply