روسیه او هند د افغانستان په اړه خبرې کوي

روسیه او هند د افغانستان په اړه خبرې کوي
د راپورونو له مخې د روسیې د ملي امنیت سلاکار له خپل هندي سیال سره ګوري او پر افغانستان به خبرې کوي.
(2021 / 9 / 8 نېټه باغي ټلویزیړن)
د راپورونو له مخې د روسیې د ملي امنیت سلاکار له خپل هندي سیال سره ګوري او پر افغانستان به خبرې کوي. تر دې وړاندې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د هند له لومړي وزیر نریندا مودي سره په یوه مکالمه کې د افغانستان او سیمې د وضعیت ارزولو په موخه د روسیې او هند د یوه ګډ پلټ فارم پر جوړولو هوکړه کړې وه. په دې کې د روسیې او هند د ملي امنیت سلاکاران شامل دي او دوی به د سیمې وضعیت ارزوي. هندي رسنۍ وايي چې په نوې لیدنه کې به د افغانستان د وضعیت او احتمالي ګواښونو په اړه خبرې وشي او وروسته به د خبرو پایلې له رسنیو سره شریکې شي. پرون هم د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو، چې د افغانستان په اړه باید نړیوال کنفرانس جوړ شي او ټول هېوادونه دې پر ګډو ګټو بحثونه ولري.





