عمران خان د پاکستان آیین په ضد بغاوت کړې دې: متحده اپوزیشن

0
78

باغی ټي وي رپورټ
متحده اپوزیشن په یو ګډ بیان کې ویلي دي چې د حکومت د غیرقانوني او غیر آئیني اقداماتو په اړه به بشپړه محکمه کېس اوري.

د متحده اپوزيشن لخوا جاري شوي يو ګډ بيان ترمخه عمران نيازي د ملک او آئين په ضد په ښکاره بغاوت کړی، د ښکاره بغاوت سزا د آئين په شپږمه ماده کښې درج شوې ده.

د متحده اپوزیشن ګوندونو مشرانو ویلي دي دوی هیله لري چې د پاکستان ستره محکمه به د اساسي قانون په چوکاټ کې ودریږي او د ناقانونه ګامونو له امله د رامنځته شوي بحران په اړه به سمه پریکړه وکړي.

متحد اپوزیشن مشرانو وویل، دوی هیله لري چې ستره محکمه به د عدالت او اساسي قانون په رڼا کې حکم وکړي.متحد اپوزیسیون غوښتنه وکړه چې د سترې محکمې بشپړه محکمه دې د حکومت غیرقانوني او غیرقانوني اقدامات واوري.

Leave a reply