عمران خان نور وزیراعظم پاتې نه شو، د کابینې دفتر مراسله جاري کړه

باغی ټي وي رپورټ
عمران خان د وزیراعظم نه پاتې کیدو نه پس کابینې ډویژن په دې اړه نوټیفیکیشن جاري کړی دی.
د نوټيفيکيشن له مخې، د اساسي قانون د ٥٨ (١) مادې له مخې د ولسمشر له خوا د قومي اسمبلۍ له منحل کېدو وروسته، عمران خان نيازي نور د لومړي وزير په توګه نه پاتې کېږي.
د کابينې نوټيفيکيشن له مخې د عمران خان د وزيراعظم نه کېدو نوټيفيکيشن به په سمدستي توګه عملي کولے شي۔
ياده دې وي چې نن د وزيراعظم عمران خان په ضد د عدم اعتماد په تحريک باندې ووټ اچول کېدو خو د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيکر دغه تحريک غير آئيني ګرځولې او وئيلي يې دي چې ولس دې ټولټاکنو ته تياري وکړي.
د عمران خان له وینا وروسته ولسمشر عارف علوي قومي اسمبلۍ ماته کړه خو اپوزیشن دغه ټوله پروسه غیر آئيني وبلله او د اسمبلۍ دننه یې احتجاج هم وکړو.
سپريم کورټ د قومي اسمبلۍ د کارروائې په اړه هم ازخود نوټس اخستې دې او نن ی ابتدائي اوريدنه هم وشوه ۔د پاکستان د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ درې کسيزه بنچ د رياستي چارواکو د هر ډول غير آئيني ګام پورته کولو څخه منع کړی دی.






