د عدم اعتماد رد کول، د پاکستان سترې محکمې د لوی بینچ جوړولو پریکړه کړې ده

0
71

باغی ټي وي رپورټ
سپريم کورټ د سياسي صورتحال په اړه په خپل نوټس کښې د لوی بينچ جوړولو فيصله کړې ده۔

سبا به اوريدنه د پينځه کسيزه لارجر بينچ لخوا کيږي۔ نوی جوړ شوی لوی بنچ به سبا یوه بجه د سوموټو نوټس اوریدنه کوی.

د آرټيکل 63A تشریح په اړه د ريفرنس اورېدنه ځنډول شوې ده۔ياده دې وي چې نن د وزيراعظم عمران خان په ضد د عدم اعتماد په تحريک باندې ووټ اچول کېدل خو د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيکر دغه تحريک غير آئيني وګرځول چې وروستو وزيراعظم قوم ته په خپله وينا کې اوویل چې ملت باید ټاکنو ته چمتو شي.

د عمران خان له وینا وروسته ولسمشر عارف علوي قومي اسمبلۍ تحلیل(ماته) کړه خو اپوزیشن دغه ټوله پروسه غیر آئيني وبلله او د اسمبلۍ دننه یې د احتجاج کولو غږ پورته، بلاول بهټو زرداری هم پریکړه کړې چې ددې ګام په ضد به د پاکستان سترې محکمې ور و ټکوي.

Leave a reply