بلاول بهټو زرداري اعلان کړې سپریم کورټ ته ځي
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري د ډپټي سپیکر د عدم اعتماد د رد کولو څخه پس سپريم کورټ ته د تللو اعلان کړې دې۔
په يو بيان کې بلاول بهټو زرداري وويل مونږ اکثريت لرو، وزيراعظم ته به د عدم اعتماد په رايه کې ماتې ورکوو.
ده ووئيل چې په دې ورستيو كښې سپيكر غير آئيني كار كړے د پاكستان آئين خلاف ورزي شوې٬ د پاكستان د آئين خلاف ورزي سزا څرګنده ده۔بلاول بهټو وويل متحده اپوزیشن پريکړه کړې ده چې تر هغه وخته پورې به په قومي اسمبلۍ کې پرلت وکړو ترڅو چې دوی ته قانوني او اساسي حق نه وي ورکړل شوى.هغه وويل، چې د بې اعتمادۍ رايې جمع کولو څخه پس هغه اسمبلي نه شي ماتولي او د سپیکر په ضد مو هم د ناباورۍ تحریک جمع کړې دې.