د عدم اعتماد تحریک رد کول، د پاکستان سترې محکمې ددې ګام نوټس اخستې

اسلام آباد کې د پاکستان د سترې محکمې ودانې: فایل فوټو
باغی ټي وي رپورټ
د چيف جسټس آف پاکستان جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کښې د ملک د موجوده صورتحال په اړه کيس اورېدنه به مازيګر کوي.
د پاکستان چيف جسټس عمر عطا بنديال د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيکر قاسم سوري لخوا د اپوزيشن لخوا د عدم اعتماد تحريک د ووټ نه بغير مسترد کولو نه پس د سياسي صورتحال ازخود نوټس اخستې دې۔
چيف جسټس سپريم کورټ ته رسيدلي او د ازخود نوټس اوريدنه به ډير زر کيږي۔
جسټس اعجازالحق او جسټس محمد علي مظهر سپريم کورټ ته رسيدلي دي په داسې حال کې چې د سپريم کورټ جوډيشل سټاف محکمې ته رسيدلي او کمپيوټرونه ی بل کړي دي.د قاضیانو مایکروفونونه هم چک شوي دي.






