افغانستان کې ناچاودېدونکو توکو د ماشومانو مرګ ژوبله ډېره کړې ده 

0
101

افغانستان کې ناچاودېدونکو توکو د ماشومانو مرګ ژوبله ډېره کړې ده 

یونېسف پرون شنبه د اپرېل ۲مه په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې په تازه پېښه کې دوې ورځې وړاندې د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د هاروان مرمۍ د چاودنې له امله پنځه ماشومان ووژل شول او دوه تنه نور ټپیان شول.

 

(2022 / 4 / 3   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق وايي، چې په تېرو اوو میاشتو کې په افغانستان کې له جګړو څخه د پاتې شویو ناچاودو توکو چاودنو له کبله ۳۰۱ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

یونېسف پرون شنبه د اپرېل ۲مه په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې په تازه پېښه کې دوې ورځې وړاندې د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د هاروان مرمۍ د چاودنې له امله پنځه ماشومان ووژل شول او دوه تنه نور ټپیان شول.

د هلمند ولایت سیمه‌ییز مسوولین وايي، د دغه ماشومانو عمرونه د درې او ۱۲ کلونو ترمنځ و. د دوی په وینا یادو ماشومانو دغه د هاوان دغه مرمۍ د مارجې ولسوالۍ په سیمه کې پیدا کړې وه چې د لوبو پرمهال یې چاودنه کړې ده.

یونیسف د دغه پېښې د قربانیانو له کورنیو سره غم شریکي ښودلې ده او ویلي دي چې په افغانستان کې د چادنو له امله د ماشومانو مرګ ژوبله د زیاتېدو په حال کې ده.

یونېسف دغه راز له مسوولینو غوښتي، چې د ناچاوده مهماتو په پیدا کولو او خنډ کولو په برخه کې جدي اقدامات وکړي.

Leave a reply