تر چاودنې وروسته د کابل شهزاده سرای تړل شوی

د کورنيو چارو وزارت د پېښې د تاييد تر څنګ ويلي، کوم چا د پيسو د غلا کولو په موخه د خلکو په منځ کې لاسی بم غورځولی چې له کبله يې ۱۰ تنه ټپيان شوي دي. کورنيو چارو وزارت وايي چې د پېښې په تړاو يې پلټنې پيل کړې دي.
(2022 / 4 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
کابل ښار کې، شهزاده سرای چې د پيسو د تبادلې تر ټولو لوی مرکز ګڼل کيږي، د چاودنې له کبله تړل شوی دی.
رسنيو د عيني شاهدانو له قوله ويلي چې نن شاوخوا لس بجې په سرای کې د ننه چاودنه رامنځته شوه چې ترې وروسته يې دروازې د امنيتي ځواکونو له لوري وتړل شوې.