وفاقي حکومت د پنجاب ګورنر د څوکۍ لرې کړې دې

0
74

باغی ټي وي رپورټ
وفاقي حکومت د پنجاب صوبې ګورنر چوهدري سرور له دندې ګوښه کړې دې.

د اطلاعاتو وفاقي وزير فواد چوهدري په يو بيان كښې وئيلي دي چې د پنجاب نوي ګورنر به وروسته اعلان شي۔فواد چوهدري په خپل ټویټر پانړه دا بیان جاري کړې دې او ویلي دي چې د پنجاب ګورنر ی د دندې لرې کړې دې.
فواد چوهدري وويل داساسي قانون له مخې به مرستيال سپيکر سرپرست ګورنر وي او دپنجاب نوى ګورنر به وروستو اعلانيږي.

د پنجاب د ګورنر له لرې کولو وروسته واکونه د پنجاب اسمبلۍ مرستیال سپیکر ته وسپارل شول چې وروسته مرستیال سپیکر دوست محمد مزاري د پنجاب سرپرست والي(ګورنر) شو.د یادونې ده چې نن د قامي اسمبلۍ په غونډه کې د عمران خان په ضد د ناباورې د رای اچوونه کیږي او که چرې د عمران خان په ضد ۱۷۲ رای مخې ته راشي نو وزیراعظم عمران خان به د هیواد لومړې وزیر پاتې نه شي او د خپلې څوکۍ څخه به لرې کړې شي.

Leave a reply